ایکنانیوز دالاذاعة الجزایر ه راپور راکړ، د الجزایر د قرآن کریم د حفظ د جایزې نړیوالو سیالیو نولسم پړاؤ فعالیت چې د دغه هیواد دولسمشر عبدالمجید تبون په همت سره ترسره کیږي،دتیرې یکشنبې په ورځې پیل شوی دی.
د الجزایر د قرآن د حفظ نړیوالې جایزې ددغه پړاؤ پرانیسته د الجزایر د اوقافو او دیني چارو د وزیر یوسف بلمهدي تر نظر لاندې ترسره شوې او ددیني چارو او دقرآني مدرسو په چارو :ې د ولسمشر سلاکار محمد حسوني او یو شمیر حکومتي وزیرانو او د ملی ادارو مسئولانوو او دغه راز په داغه هیواد کې د نورو مختلفو ه یوادونو ډيپلوماټانو هم ګډون درلود.
له دغو سیالیو سره اړونده فعالیتونه به د فرورۍ تر اومې یعني تر سبا پورې دوام ولري اوپه یولړ ر سمي دستورو کې به د درو غوره شوو کسانو په ستاینې سره چې د اسراء او معراج د مبارکې شپې په مناسبت ترسره کیږي، پاي ته ورسیږي.
د الجزایر د قرآن د حفظ او تجوید جایزه په ۲۰۰۴کال کې پیل شوي ده . دغه سیالۍ له ۲۵کلنو کم عمره حافظانو ته ځانګړې دي او هغه کسان پکې ګډون کولی شي ، چې په مخکینیو پړاؤنو کې ئې له له لومړي تر دریم مقام پورې نه وي ګټلي . همداراز پيژندل شوي قاریان او حرفه وي قاریان هم په دغو سیالیو کې د ګډون اجازت نه لري.
د عربی او اسلامی نړۍ څه د پاسه څلویښتو هیوادونو ددغو سیالیو په مقدماتي مرحلې کې چې د جنورۍ له ۲۱ تر ۳۲ نیټې پورې ترسره شوي ، ګ ډون درلود او نهائي مرحلې ته پکې شل ګډون کونکي سړي او میرمنې غوره شوي چې په هغو کې دالجزایر یوسف عبدالرحمن هم شامل و.
https://iqna.ir/fa/news/4198210